لیدنې: 157

خیبرپښتونخوا کې ځانمرګي بریدونه شوي دي

د خیبر پښتونخوا په چارسدې کې درې چاودنې شوي دي

د پولیسو یو چارواکي اعجازخان ویلي، د چارسدې ولسوالۍ د محکمې دروازې کې یو ځانمرګی برید شوی .
د پولیسو چارواکو ادعا کړې چې دوه نور ځانمرګي بریدګر یې هم وژلي دي.
خو د سیمې خلک وايي چې له ودانۍ دننه د ډزو غږونه اورېدل کېږي او ښايي چې د محکمې ودانۍ ته بریدګر ننوتي وي.
تر اوسه په دغو بریدونو کې ۱۶ کسانو مرګ ژوبله تایئد شوې.