BBC پښتو

د طالبانو وروستي بریدونه، د دوی د بریا که د ناکامۍ نښه ده؟

تېره اوونۍ افغانستان کې د تاوتريخوالي څپې له ٢٠٠ ډېر وگړي ووژل. افغان ولسمشر اشرف غني وويل مخالفين دا بريدونو له دې امله کوي چې کمزوره شوي او ورباندې فشار ډېر شوى. خو آيا رښتيا همداسې ده؟

(يما)

30.میزان.1396


امریکا: عراق کې جګړه ختمه ده، ایراني وسلوال دې ستانه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په عراق کې جګړه ختمه ده او د ایران هغه وسلوال دې کورونو ته ستانه شي، چې دغه هېواد کې د اسلامي دولت پرضد جنګېدل. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، که شیعه ملېشې نه وی، اوس به اسلامي دولت پر عراق او مصر واکمن و.

()

01.عقرب.1396


تېزابي اوبه ټول سمندري ژوي ګواښي

د اتو کلونو څېړنه وايي، په نړۍ کې په چټکۍ سمندرونه تېزابي کېږي او له امله یې ټول سمندري ژوي زیانمنېږي. د دې څېړنې پر پایلو د ملګرو ملتونو د اوبو او هوا مرکچیانو کلنۍ غونډه کې خبرې کېږي، چې راتلونکی نومبر یې جرمني کوربه دی.

()

01.عقرب.1396


"افغان حکومت له دوه ډوله جګړې سره مخ دی"

هندۍ ورځپاڼه (د هندو) لیکي چې په افغانستان کې د تېرې یوې اوونۍ خونړیو بریدونو په کابل کې حکومتي مشران وار خطا کړي.

(حميد)

01.عقرب.1396


افغانستان پر پاکستاني موټرو بندیز ولګاوه

د افغانستان ترانسپورټ وزارت وايي، تر دې وروسته به پاکستانيو بار وړونکو موټرو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې توکي ولېږدوي. پاکستاني لوري پخوا خپلې خاورې ته د افغان لوري د موټرو په ورتلو بندیز لګولی و.

(سید)

01.عقرب.1396


"امريکا د طالب مشرانو پرضد ځانګړي کمانډويان استوي"

نیویارک ټایمز ته دوو جګپوړو امریکايي چارواکو ویلي، چې سي ای اې ځانګړي امریکایي کوماندو او ځيني قراردادیان له افغان ځواکونو سره یو ځای د هېواد بېلابېلو برخو ته استوي چې طالب مشران په نښه کوي.

()

01.عقرب.1396


اسلام اباد کې پښتو او پښتانه

اسلام اباد کې د اوسېدونکو پښتنو کره شمېره نه ده معلومه، خو زه چې ماشومتوب مې په ایران او زلمیتوب مې په کابل کې تېر شو، فکر مې نه کاوه اسلام اباد کې په دومره ډېر پښتانه و اوسي.

(فرهاد)

01.عقرب.1396


امریکا: نوې ستراتیژي به په ټول ځواک پلې کړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن کابل ته تللی او له ولسمشرغني سره په کتنه کې د افغانستان له ګاونډوی هېوادونو غوښتي چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په تطبیق کې عملي ګامونه اوچت کړي. ښاغلي ټېلرسن زیاته کړې د نوې ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره به "امریکا له خپل ټول ځواکه کار واخلي".

()

01.عقرب.1396


خطا. خوراک خبری دریافت نشد.